محل تبلیغات شما

د نړۍ د ټولو لرغونو مذاهبو بنیاد ځینی بادشاهانو ایښی دی کټ مټ لکه د اسلام بنیاد چی د ورقه بن نوفل غوندی عیسايي راهبانو په مټ روميانو کیښود.

په لرغونو زمانو کی یو نه یو بادشاه به ځان ته د خدای نایب، پیغمبر او اوتار وایه او دغسی به یې د یو مذهب بنیاد کیښود لکه په هند کی راجه رام چندر اوتار، کرشن اوتار، ارجن اوتار وغیره.
یا اسراييلو کی بادشاه ابراهیم پیغمبر، بادشاه موسی پیغمبر، بادشاه داوود پیغمبر،  بادشاه سلیمان پیغمبر وغیره.

دوی هغه جنګیالي ول چی واک ته ورسیدل او بیا یې د انسانانو د تابع کولو لپاره ځان د خدای پیغمبر او نایب وباله او حکومت یی وکړ. دا هغه دور وو چی خلکو د بادشاه فرمان د خدای فرمان باله 
خو بیاد وخت په تیرېدو به ځینی هوښیارو بادشاهانو د یو معتبر فیلسوف فلسفی او طرحی ته د خدای د فرمان نوم ورکاوو او دغسی به یې د خپلی حکومتولۍ لپاره طرحه په کامیابۍ عملي کړه.

لکه چی په نړۍ کی د واک ترلاسه کولو لپاره دوه لاری وي،  یوه ډله د خدای په نامه خلک تابع کوي او واک کوي خو بله ډله خلک بیا د ت له لاری په ولسونو واک کوي چی د دوهمی لاری اصول تر ډیره د انسانانو په خپلمنځي تفاهم پوری تړلي او نسبتاً ګټور وي. نو دغسی به ځینی بادشاهانو ددی لپاره چی له دواړو اړخونو پوره وي ت او ت سره ګډ کړل او د یو مذهب د اصولو او قواعدو په مټ به یی خلک خپل اطاعت ته وتړل.

د بادشاه له اړخه سزا او جزا به د خدای امر بلل کېده همدا راز له نورو قومونو سره د بادشاه جګړه به مقدسه جګړه وه لکه په هند کی چی د مهابهارت جګړه وشوه د همدغه خونریزئ د بغاوت په وجه مهاتمابودا د بودیزم مذهب رامنځته کړ. 

یعنی تاسی د خپلی هری پالیسئ د تطبیق لپاره  اړ وئ چی د خدای په نامه ګیم وکړئ او دا د نړئ مروج دستور وو، د بودا فلسفه هم د نړۍ اکثره بادشاهانو د خپلی هیوادنۍ تګلارې په توګه منلی او عملي کړی.

د ادیانو د ظهور وجوهات

د وحدانبت د تصور ارتقاء

د اسلام د راتګ انګېزه څه وه ؟

د ,په ,بادشاه ,چی ,خدای ,یو ,د خدای ,چی د ,دغسی به ,د یو ,د خپلی

مشخصات

تبلیغات

محل تبلیغات شما

آخرین ارسال ها

برترین جستجو ها

آخرین جستجو ها