محل تبلیغات شما



د نړۍ د ټولو لرغونو مذاهبو بنیاد ځینی بادشاهانو ایښی دی کټ مټ لکه د اسلام بنیاد چی د ورقه بن نوفل غوندی عیسايي راهبانو په مټ روميانو کیښود.

په لرغونو زمانو کی یو نه یو بادشاه به ځان ته د خدای نایب، پیغمبر او اوتار وایه او دغسی به یې د یو مذهب بنیاد کیښود لکه په هند کی راجه رام چندر اوتار، کرشن اوتار، ارجن اوتار وغیره.
یا اسراييلو کی بادشاه ابراهیم پیغمبر، بادشاه موسی پیغمبر، بادشاه داوود پیغمبر،  بادشاه سلیمان پیغمبر وغیره.

دوی هغه جنګیالي ول چی واک ته ورسیدل او بیا یې د انسانانو د تابع کولو لپاره ځان د خدای پیغمبر او نایب وباله او حکومت یی وکړ. دا هغه دور وو چی خلکو د بادشاه فرمان د خدای فرمان باله 
خو بیاد وخت په تیرېدو به ځینی هوښیارو بادشاهانو د یو معتبر فیلسوف فلسفی او طرحی ته د خدای د فرمان نوم ورکاوو او دغسی به یې د خپلی حکومتولۍ لپاره طرحه په کامیابۍ عملي کړه.

لکه چی په نړۍ کی د واک ترلاسه کولو لپاره دوه لاری وي،  یوه ډله د خدای په نامه خلک تابع کوي او واک کوي خو بله ډله خلک بیا د ت له لاری په ولسونو واک کوي چی د دوهمی لاری اصول تر ډیره د انسانانو په خپلمنځي تفاهم پوری تړلي او نسبتاً ګټور وي. نو دغسی به ځینی بادشاهانو ددی لپاره چی له دواړو اړخونو پوره وي ت او ت سره ګډ کړل او د یو مذهب د اصولو او قواعدو په مټ به یی خلک خپل اطاعت ته وتړل.

د بادشاه له اړخه سزا او جزا به د خدای امر بلل کېده همدا راز له نورو قومونو سره د بادشاه جګړه به مقدسه جګړه وه لکه په هند کی چی د مهابهارت جګړه وشوه د همدغه خونریزئ د بغاوت په وجه مهاتمابودا د بودیزم مذهب رامنځته کړ. 

یعنی تاسی د خپلی هری پالیسئ د تطبیق لپاره  اړ وئ چی د خدای په نامه ګیم وکړئ او دا د نړئ مروج دستور وو، د بودا فلسفه هم د نړۍ اکثره بادشاهانو د خپلی هیوادنۍ تګلارې په توګه منلی او عملي کړی.


له ميلاده ۱۸۰۰ کاله مخکی د عربو د دشتو په غاړو یوه نومورکی نيمه کوچۍ قبيله آباده وه، ددی قبيلې د نيو او پلرونو د ديوتا (خدای) نوم یهووا (Yahweh) وو، ددی کوچيانۍ قبيلی یو بزرګ ابراهيم له خپلی کورنۍ سره هجرت وکړ او له (Ur) نه حران ته راغی. هلته ابراهيم له یهووا سره د خپل ملاقات د عجيبه تجربی یادونه


ليکوال: ډاکټر سليم صابر

عرب یوه داسې ټولنه وه چی د جهالت په تر ټولو وروسته پاتې ټولنو کی یی هم شايد ساری نه ليدل کیده، په خپلمنځي شخړو سربېره يې په دغه لاره د تلونکو قافلو لوټ او تالان ورځنی کار وو. له همدی امله وو چی د نړئ سترو طاقتونو هم نه غوښتل چی عربو ته وروګوري ځکه چی په دی نه ارزېدل.


د ساینس او مذهب ټکر خو له ډېره وخته راروان دی، لېکن په دغه ټکراو کی چی عيسايت له ساينس سره څومره ټکر لري په نړئ کی به د بل مذهب په اړه دومره تفاوت کم وي، په دغه سلسله کی یوه مهمه موضوع چی اسلام هم خبره پری کړی ده د ځمکی د پلنوالي او ګول وجود خبره ده، اسلام هم د عيسويت غوندی وايي 


د هر مذهب منونکي په ډير یقين سره وايي چی د دوئ مذهب ريښتونی او خدای ته د رسېدلو واحده لار ده، جنت او دوزخ به دده په منلو یا نه منلو سره ترلاسه کیږي، مذهبي خلک (لږترلږه د ابراهيمي اديانو منونکي) په یو داسی خدای یقین لري چی د کايناتو خالق او مالک دی. په کايناتو کی یو کوچنی کاڼی هم دده د خوښې 


مسلمانان اکثره له قرآن نه د ساينس تلاش کوي خو ددی لپاره چی کوم طرزالعمل خپلوي هغه بلکل غیر ساينسي ده ، له دی معلومیږي چی له ساينس سره ددی خلکو لری او نژدی هيڅ رابطه نشته.
د ساینس اصول دي چی کله موږ په نظرياتو غور کوو نو له ټولو مخکی د عملي تجربی په نتيجه کی رامنځته شويو نتایجو ته پام اړوو او بيا ګورو چی کومه نتيجه د دغه تيورۍ په اړه لا ښه وضاحت ورکولی شي. ليکن زموږ مسلمانان وروڼه ځوانان دا کار لږ څه برعکس کوي ، له دوۍ سره تيوري د قرآن په صورت کی ده (ددوئ په وينا قرآن د خدای هغه خبری دي چی مستقيماً د محمد [ص] په مغزو کی اچول شوي


د یو څه په باب حقیقت ته د رسېدلو لپاره اړينه ده چی د هغه ماخذ ته ورشو، یانی دا مطالعه کول ضروری وي چی ددی څيز لومړنۍ ابتدا څرنګه شوی وه او کوم مراحل یې طی کړي چی په موجوده شکل موږ ته رارسېدلی.

له معلوم انساني تاريخ نه نيولی تر نن پوری د انسانانو هيڅ داسی کلی نه دی موندل شوی چی هلته د مافوق الفطرت هستۍ تصور موجود نه وي، په مختلفو دورو او مختلفو جغرافيايي خطوطو کی انسان د خپل شعور او علمي سطحی مطابق د خدای په اړه نظريات او تصورات تراشلي دي. ددی لپاره چی 


تبلیغات

محل تبلیغات شما

آخرین ارسال ها

آخرین جستجو ها